دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 186108
د رای ورکولو د مرکزونو د تصویب غونډه
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، مشرتابه پلاوي له لوري د ۱۳۹۸ ل.ل د ولسمشریزو ټاکنو د رایو ورکولو مرکزونه؛ تصویب شول.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، رئیسې آغلې حوا علم نورستانۍ ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې وویل: « موږ د ولسمشریزو ټاکنو له پاره پوره چمتووالې نیولې دی. د سیمه ایزې ریاست دعملیاتي ټیم د راپور پر بنسټ د افغانستان په ۳۴ ولاتونو کې ۷۳۸۵ د رای ورکولو مرکزونه تثبیت شوي؛ چې د یو لړ امنیتي ارزونو وروسته ۲۰۰۲ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله ټرل شوي او پاتې نور مرکزونه، د غزني ولایت په ګډون ۵۳۸۳ مرکزه د رای ورکولو له پاره تعیین شوي دي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، د سیمه ایزې ریاست سرپرست ښاغلي خېبرسعیدي له خوا ګډونوالو ته د دغه ریاست جوړ شوی پرېزنټېشن وړاندې شو؛ په دغه پرېزنټېشن کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د تړل شویو او پرانیستو مرکزونه په اړه پوره معلومات ورکړل شو.
د دغه کمېسیون د دارالانشآ رئیس ښاغلي حبیب الرحمن ننګ د ګډونوالو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «هغه مرکزونه چې مخکې تړل شوي وو؛ د بیا پرانیستلو امکان یې نشته ځکه چې د تقویتي ټاکنو له پاره ډیر کم وخت پاتې دي نو موږ نشو کولای چې هلته خپل توکي د ټاکنو له پاره ولېږدوو.»
دغه غونډه د ۱۳۹۸ ل.ل کال د غبرګولي په ۱۱ نېټه د دغه کمېسیون د رییسې آغلې حوا علم نورستانۍ، کمېشنرانو، د دارالانشاء رئیس، ګڼو رسنیو، مدني فعالانو او د احزابو استازو په ګډون د دغه کمېسیون په مقر کې ترسره شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjymevouqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته