دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 186111
خلیلزاد له عمران خان سره د غني له لیدو هرکلی وکړ
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغان ولسمشر اشرف غني لخ لیدنې هر کلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په دغو دوو هېوادونو کې د سولې او ټیکاو له ټینګښت سره مرسته کوي.
ولسمشر غني چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډې کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی، تېره ورځ (جمعه د غبرګولي په ۱۰ مه) د دغې ناستې په څنډه کې له عمران خان سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو او د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې امریکا د افغان سولې له هڅو ملاتړ کوي او په دې لړ کې همکارۍ ته چمتو دی.
د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو دفتر وايي چې عمران خان له افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې، ویلي چې اسلام اباد د کابل د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
د پاکستان لومړي وزیر، هیله څرګنده کړه چې پاکستان ته د غني د احتمالي سفر په لړ کې دواړه لوري د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه اقتصادي، امنیتي او سولې همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf90ffyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته