دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 186130
خوست ولایت کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان د برید پلان جوړولو پروخت وژل شوي
دفاع وزارت وایي د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې یې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۰ طالب وسله وال چې د امنیتي ځواکونو پر پوسته یې د برید پلان درلود وژلي دي او یو موټر یې لمنځه وړل شوی دی.

 

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې په دې اړه ویل شوي،:” طالب ترهگرو غوښتل چې د (UNICEF) له خوا مهاجرینو او بیځایه شوو ته د ورکړل شوو خیمو نه په ګټه اخستنه پلان جوړ او د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي”.

https://avapress.com/vdcexp8z7jh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته