دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 186148
زلمي خلیلزاد د سیمې او اروپایي هېوادونو د سفرونو اووم پړاو پیل کړ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې او اروپایي هېوادونو د سفرونو د اووم پړاو په پیلېدو سره ویلي چې د افغانستان د سولي پروسه ګړندۍ کېدل غواړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په واشنګټن کې تر دوو اوونیو تم کېدو وروسته څو هېوادونو ته خپل بل سفر پیل کړ.
زلمي خلیلزاد د جون د میاشتې په لومړۍ نېټه د شنبې په ماښام پر ټوېټر ولیکل چې په تېره یوه میاشت کې یې ډېر پرمختګونه درلودل.
د ښاغلي خلیلزاد په خبره، په دې سفر کې به دی د افغانستان د سولي پروسې د ګړندي کېدو غوښتونکی وي.
د امریکا ځانګړي استازي پر ټوېټر په دوهم پیغام کې لیکلي چې په مشخص ډول پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي، لومړی د سولې لپاره د سیمې او نړۍ مدغمېدل او دوهم د دوو لورو ترمنځ د سولې د چوکاټ د وروستي کېدو لپاره هڅې دي.
زلمي خلیلزاد ویلي چې په دې برخو کې پرمختګونه شوي او دی خوشبین دی.
ښاغلي خلیلزاد همداراز لیکلي چې هره بریا د ټولو اړخونو له لوري انعطاف ته اړتیا لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo90fjyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته