په ټپیانو کې څلور ښځې او نور نارینه دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د استاد رباني پوهنتون په یوه کاستر موټر کې د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې په پایله کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار لس کم اته بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوه.
له کابل څخه د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، دا چاودنه په میرویس میدان کې په یوه کاستر موټر پورې د نښلول شوي بم په نتیجه کې وشوه.
راپورونه وايي چې د پېښې ټول قربانیان د یوه پوهنتون محصلان دي.
همداراز ویل شوي چې له لومړۍ چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم د میرویس میدان پر سړک شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د حج او اوقافو وزارت د کارکوونکو په یوه کاسټر موټر هم ورته چادونه وشوه چې د دوو ښځو په ګډون لس کسان په کې ټپیان شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)