دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 186157
غزنی ولایت کې دوو بیلابیلو هوایی بریدونو کې ۳۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي
د غزني ځایي چارواکي وایي، له پرون مازدیګر راهیسي تر نن سهار پورې د غزني ولایت په ده یک، مقر او ګېرو ولسوالیو کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو له لوري د ۴ کومانډویي او د ائتلافي ځواکولو لخوا د دوو هوایي حملو پر مهال ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي.

د غزني ولایت رسنیز دفتر د خبر له مخې د مقر ولسوالۍ په هستي، چهار دې سیمو کې د هوایي حملو پر مهال ۱۶ طالب ترهګر هغه مهال ووژل شول چې پر امنیتي پوستو یې د برید پلان درلود.
خبر پاڼه زیاتوي چې د ګېرو ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۹ وسله وال طالبان او د غه راز د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ او رامک کلیو کې د هوايي بمباریو او کومانډویي عملیات پر مهال ۷ نور وسله وال وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdk90f5yt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته