کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د افغان حکومت سره د سولې په برخه کې ښه نیت نه لري. او د هېواد اساسي قانون سربېره په هېواد کې اتلس کلنې لاسته راوړنې هم نه منې.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جوزا 1398 ساعت 16:13

دغه مطلب سناتور عبدالله قرلق چې د مسکو په ناسته کې د جنبش ملي ګوند په نماینده ګې یې په دغه غونډه کې ګډون کړی وو.


 نن یکشنبه یې د افغانستان ملي شورا مشرانو جرګې عمومي غونډه ته چې د فضل هادي مسلمیار په مشرۍ جوړه شوي وه وړاندې کړ او ویویل، په دغه ناسته کې له افغان سیاسیونو څخه د طالبانو غوښتنه دا وه چې ( تاسو له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او دغه راز په اسلامي اماراتو جوړولو کې له مونږ سره مرسته وکړئ، چې په بدل کې به یې تاسو په دغه حکومت کې هم شامل کړو)
په دې لړ کې د ملي شورا مشرانو جرګې رئیس او غړو یې وویل، د طالبانو سره مذکرات بې له دولت او پارلمان څخه کومه پایله نه ورکوي. او دغه رازیي زیاته کړه چې دغه خبرې یوازې او یوازې د افغان حکومت د سبوتاژ کولو او طالبانو ته د روحیې ورکولو په موخه ترسره کیږي . د مجلس په وینا، طالبان دمګړې سولې ته چمتوالي نه لري دا ځکه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د دوي له اړخه یوه سیاسي لوبه ده چې ترسره کیږي.
همداراز مشرانوجرګه وايي، د افغانستان خلکو ته د طالبانو نظام د منلو وړ نه دی. او ولس چمتو دی چې د خپل هېواد، ملي ګتو او دغه راز د شته نظام د ملاتړ په موخه د جګړه مارو طالبانو او د هغوي د بهرنیو ملګرو پر وړاندې د خپل هېواد څخه په میړانه دفاع وکړي. همداراز په نننۍ غونډه کې د ملي پوځ او دغه راز په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنو څخه ستاینه وشوه.
د دې ټولو سره هم مهاله د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمیر ولایتونو او ولسوالیو کې د نامنیو، د چاودنو ډېروالي، جنایي جرمونه، په کابل ښار کې د ملي سوداګرو په تړاو امنیتي ستونزې، او دغه راز د تخار ولایت د یو شمیر ولسوالیو په باب اندېښنې څرګندې شوي. او ټینګاریي وکړ چې د امنیتي کړکیچونو د لمنځه وړلو په موخه باید امنیتي بنسټونه خپل تدابیر لا زیات کړي .
په غونډه کې همداراز د مجلس رئیس او غړویې د محمدسالم ایزدیار د شهادت دویمه کلیزه او د یو شمیر نورو شهیدانو چې په ۱۳۹۶ کال کې په ۱۲ او ۱۳ لسمه نېټه په شهادت ورسول شول، په همدې ترتیب سره پرون یو شمیر سیاسي او ملي شخصیتونو د ملي شورا په الحاقیه کې یوه ځانګړی غونډه درلوده.
12-Jawza98-JAL3.JPG 
د دغو شهیدانو د روح لپاره په مجلس کې د دعا لاسونه لپه شول. همداراز په غونډه کې ټینګار وشو چې په تخار ولایت کې غیر مسئولو وسله والو راټولول، او په دغه ولایت کې د شبکو پرېکول، همداراز ټینګار وشو چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس پر تفاهم سربېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د یو شمیر نوماندانو، او دغه راز په ارګ کې په ځینو چارواکو باندې جنسي تورونه چې ګویا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دې د سپيناوې په موخه باید وضاحت وړاندې کړل شي.
په همدې لړ کې له زلمي خلیلزاد څخه د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي تړون کې د دې هېواد د ملي ګټې په پام کې نیول، او د امریکا سره د سولې روانو خبرې، او د ملي ټلویزیون څخه انتقاد چې د شپې په نهو بجو د خبرونو پر ځای د کرکیټ نشرول او دغه راز یو شمیر نور موارد وړاندې شول. چې د مجلس د رئیس او د لمړی نایب له لورې دغه موارد اړونده کمېسیونونو ته وړاندې کړل شول.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پیل کې نادیه صالح چې تازه مشرانو جرګې ته د سناتورې په توګه معرفي شوې، د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار له لوري د دې تحلیف مراسم پر ځای شول، او دغه راز په دې جرګه کې د پخوانې سناتورې طیبې زاهدې سره مخه ښه وشوه.
 12-Jawza98-JAL2.jpg
د غونډې په بله څنډه کې د لمړي نایب محمدعلم ایزدیار د ریاست په مشرۍ ، د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې د راتلونکو ولسمشریز ټاکنو په ترسره کېدو د چمتوالي په تړاو معلومات ورکړل.
په پیل کې د عدلي او قضایي کمېسیون مرستیال محمد حسن هوتک، او د دې کمېسیون غړو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو، په غرني ولایت کې د ولسي جرکي انتخابات، او دغه راز په هېواد کې د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې، او په دغه برخه کې د بایومتریک سیستم څخه کار اخستل، په دې لړ کې د ټاکنو په تړاو د بودجي لګښت، او په ټول هېواد کې د ۲۰۰۲ انتخاباتې مرکزونو امنیت په باب پوښتنې مطرح شوي.
12-Jawza98-JAL4.JPG 
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حواعلم نورستاني د یادو پوښتنو په تړاو ځوابونه وړاندې کړل. او وي ویل، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، د ولایتي شوراګانو ټاکنې، او د غزني ولایت د انتخاباتو په تړاو لازم تدابیر نیول شوي. د دې په وینا، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پریګړه کړې چې دسږ کال د ټاکنو په پروسه کې ښه شفافیت رامنځته شي، او غواړي چې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې د میزان میاشتې په شپږمه نېټه له نورو ټاکنو بېلې ترسره کړي. چې د دې په خبره، په دغو ټاکنو کې به د بایومتریک سیستم څخه کار واخستل شي.
همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې د رایو  ورکوونکو د مرګزونو  کمولو په اړه وویل، د امنیتي بنسټونو د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې ۲۰۰۲ د رایو مرکزونه به تړلې وي.
12-Jawza98-JAL5.JPG 
دغه راز په دې لړ کې حوا علم نورستانې زیاته کړه چې، د بایومتریک د دستګاو لپاره یې د ملي تدارکاتوادارې او یوې المانې کمپنې سره قرارداد کړي تر څو دغه پروسه لا نوره هم روښانه ترسره شي.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانې د ټاکنو په برخه کې د بودیجې د کموالي څخه هم خبر ورکړ. او زیاته یي کړه چې په دې لړ کې یې د یوشمیر ډونرانو سره هم خبرې اترې ترسره کړي دي. او همداراز یې ډاډ ورکړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په ټول توان او خپلواکۍ سره به هغه تللي باور بېرته ترلاسه کړي چې له دې مخکې د خلکو پر وړاندې د ټاکنو کمېسیون له لاسه ورکړي وو. تر څو راتلونکي ټاکنې په روښانه توګه ترسره شي.
12-Jawza98-JAL6.JPG 
په پای کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې ټینګار وکړ چې په دغه کمیسیون کې دښه او شفاف سیستم په رامنځته کولو او د فساد له منځه ولړواو دعدالت په تامنیولوکې ژمن دي.
 


د مطلب کود: 186166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186166/طالبان-د-افغان-حکومت-سره-سولې-په-برخه-کې-ښه-نیت-نه-لري-او-هېواد-اساسي-قانون-سربېره-اتلس-کلنې-لاسته-راوړنې-هم-منې

آوا
  https://www.avapress.com