دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 186169
افغانستان هرې لوبډلې ته ماتې ورکولی شي- نجیب ځدراڼ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چپ لاسي منډه جوړونکی نجیب ځدراڼ وايي چې افغانستان به په راتلونکو لوبو کې مخکنۍ تېروتنې نه تکراروي.

نجیب ځدراڼ د شنبې په ورځ (جون۱) د آسترالیا په مقابل کې ۵۱ چټکې منډې وکړې او د افغانستان هدف یې تر ۲۰۰ پورته کړ. هغه له سیالۍ وروسته خبریالانو ته وویل چې خوشحال دی د یوې پیاوړې لوبډلې خلاف یې ښه لوبه وکړه.
نجیب ځدراڼ وویل "موږ ښه لوبډله یو او زه فکر کوم چې په دغه نړیوال جام کې هرې لوبډلې ته ماتې ورکولی شو. موږ خپله هڅه کوو او باور لرم چې لوبې به ګټو."
هغه همدغه راز وویل چې ځینو افغان منډه جوړونکو غلط شاټونه ووهل او د خپلو تېروتنو له کبله وسوځېدل او په خبره یې افغان لوبغاړو په میدان کې د توپ په نیولو کې ستونزې لرلې او مخالفې لوبډلې ته د ډېرو رنزونو د ورکولو موقع په لاس ورکړه، خو وايي چې له روزونکي څخه به سلا مشورې اخلي چې په نورو لوبو کې دا ستونزې تکرارې نشي.
افغانستان د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پر آسترالیا وبایلله او دویمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ (جون۴) له سريلانکا سره ده.
سریلانکا بیا پر نیوزلنډ خپله لومړۍ لوبه په لوی توپیر سره وبایلله. افغانستان تېرکال د اسیا کپ په سیالیو کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg339qyak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته