د ملي امنیت پخوانی رییس او ولسمشرۍ ټاګنو ته نوماند رحمت الله نبیل وايي چې طالبان پر ټاکنو او دموکراسي باور نهلري او غواړي چې ټول واک ترلاسه کړي.
نبیل: طالبان ټول واک غواړي او پر ټاکنو هم باور نه لري
12 جوزا 1398 ساعت 16:18
د ملي امنیت پخوانی رییس او ولسمشرۍ ټاګنو ته نوماند رحمت الله نبیل وايي چې طالبان پر ټاکنو او دموکراسي باور نهلري او غواړي چې ټول واک ترلاسه کړي.
ښاغلي نبیل چې نن له غرمې مخکې (یکشنبې د غبرګولي په ۱۲مه) کابل کې يوې غونډه کې وینا کوله، سیاستوالو او افغان حکومت ته ګواښ وکړ چې د طالبانو پر خبرو باید دوکه نه شي.
هغه زیاته کړه:«طالب ټول واک غواړي چې په افغانستان کې اسلامي امارت ولري او وروسته سست عنصران د تکنو ګرات په نامه حکومت کې شامل کړي؛ هغوی نه ټاکنې غواړي او نه هم دموکراسي. ځان باید دوکه نه کړو! یوازینۍ حل لار د شخصي ګټو په پام کې نیولو پرته یوه اجماع ده.»
هغه وویل هغه طریقه چې له طالبانو سره اوس د سیاستوالو او د زلمي خلیلزاد له خوا په مخ وړل کېږي، تېروتنه ده. د ښاغلي نبیل په اند، د طالبانو استازي په هغو غونډو کې چې په هغه کې د بهرنیو هېوادونو استازي هم وي، بلل کېږي، طالبانو ته د مشروعیت ورکول او د دښمن د تعریف تحریف دی.
ښاغلي نبیل زیاته کړه:«هېڅوک د سولې مخالف نه دي خو باید د سولې او معاملې ترمنځ توپیر وکړو؛ معامله هېواد د کړکېچ په لور بیایي. د زلمي خلیلزاد او د مسکو غونډې د ګډونوال په نیت کې هېڅ شک نه وینو، خو طریقه یې ناسمه ده. ځکه چې له دغو بحثونو د افغانستان خلک زیان ویني او ګټه یې نورو هېوادونو او طالبانو ته رسېږي.»
ښاغلي نبیل ګواښ وکړ بهرنۍ طرحه که هغه د سولې لپاره وي او د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو لپاره په افغانستان کې د تطبیق وړ نه ده او منفي پایلې لري.
د ملي امنیت پخوانی رییس همدارنګه ګواښ وکړ چې روان کال کې به هېواد کې جګړه زور واخلي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند، د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د حکومت د کار په اړه خبرې کوي او وايي چې د دغه حکومت کار د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د قانون بر خلاف دی او د ولسمشرۍ ټاګنو د نوماندانو شورا په دې اړه به وروستۍ پرېکړه وکړي.
هغه زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت مشران حق نهلري چې له دې وروسته د حکومتي چارواکو په ګومارنې او عزل کې لاسوهنه وکړي، بهرني او داخلي سفرونه ترسره کړي، تقنیني فرمانونه صادر کړي او یا هم د حکومت له دریځ او امکاناتو څخه په ټاکنیزو سیالیو کې کار واخلي.
له دې ټولو سره، هغه زیاته کړه چې سره له اوسه، ولسمشرۍ ټاکنو ته یوه نوماند د حکومت له لګښت څخه د ټاکنیزو سیالیو لپاره کابو څلوېښت دفترونه پرانیستې دي
د مطلب کود: 186170