کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو ته د جنرال دوستم خبرداري: خپله به طالبانو په وړاندی جګړي ډګر ته ووځم

13 جوزا 1398 ساعت 10:52

سترجنرال عبدالرشید دوستم د ریاست جمهوری لومړۍ معاون او افغانستان اسلامی ملی جنبش اساس ایښوونکې د کوچنی اختر رارسیدو سره همزمانه، ددی ترڅنګ چی د طالبانو څخه غوښتي چی سولې پروسی سره یوځای شی خبرداري ورکړی دی بیله هغه به خپله د طالبانو سره جګړی ډګر ته ووځی.


 

 

د آوا په ګزارش سره، ښاغلی دوستم د یو بیانیه په خپرولو سره د کوچنی اختر مبارکی و ټولو خلګو، سرتیرو، افسرانو او امنیتی ځواکونو منسوبینو او هیواد داغدار کورنیو ته ورکړی دی.

هغه خطاب و خلګو ته وویل چی زما ټینګار تاسو ته دا دی چی د همدی اوس څخه د ریاست جمهوری ټاکنو لپاره آمادګی ونیسی چی څو میاشتی وروسته ترسره کیږی، خصوصآ هغه ځوانان چی تیر ټاکنو کط ۱۸ کلن عمر نه وو پوره کړي، د تذکره او رای ورکولو کارت ترلاسه کولو باندی اقدام وکړی.

جنرال دوستم خپل بیانیه په ادامه کې وویل چی زما مشوره او توصیه و طالبانو رهبری ته چی رمضان مبارک میاشت کې اوربند رد کړه او زما معلوماتو په اساس هغوی یو تازه نفس ډله افغانستان ته راغلی او ځینی یی شمال ته راتلو برنامه لری، وایم چی هیواد تیر تریخ تجربی د یاده ونه باسی او تکرار نه کړی. بالخصوص د هیواد په شمال کې چی شاید راتلل یی آسانه وی خو بیرته په سلامت تلل د شمال څخه به ورته ګرانه پریوځی.


د مطلب کود: 186211

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186211/طالبانو-ته-د-جنرال-دوستم-خبرداري-خپله-په-وړاندی-جګړي-ډګر-ووځم

آوا
  https://www.avapress.com