کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې ولسي حرکت مشر او درې نور غړي طالبانو له ځان سره وړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جوزا 1398 ساعت 11:02

د سولې ولسي حرکت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالۍ موسی کلا ته روان شو، چې دغې ولسوالۍ ته له داخلېدو سره سم د حرکت د مشر په شمول څلور غړي وسله والوطالبانو له ځان سره وړي دي.


د سولې ولسي حرکت د اړیکو مسوول باچا خان مولا داد وای، د دغه حرکت غړي موسا کلا ولسوالۍ ته تر رسیدو وروسته د نوزاد رود کلي اړوندو کې پرون ماښام د روژه ماتې پرمهال طالبانو سره لیدنه ترسره کوي او ادعا لري چې وروسته بیا طالبانو د سولې ولسي حرکت څلور غړي له ځان سره وړي دي.
دغه راز نوموړی وایي چې، طالبانو د ولسي حرکت مشر اقبال خیبر، د ولسي حرکت د هلمند د برخې مسئول غلام سرور غفاري، د ولسي حرکت غړی فرهاد عادل او د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست له ځان سره وړي دي دي خو تراوسه په ډاګه ندي چې دوی د څه لپاره وړل شوي دي.
طالبانو هم تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.
 


د مطلب کود: 186212

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186212/د-سولې-ولسي-حرکت-مشر-او-درې-نور-غړي-طالبانو-له-ځان-سره-وړي

آوا
  https://www.avapress.com