کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د " هلمندی سولې کاروان " څلور کلیدی غړۍ وتښتول

13 جوزا 1398 ساعت 11:08

په هلمند کې سیمه ایز سرچینی وایی چی طالبان د " سولې غوښتنې کاروان " څلور تنه رهبری غړۍ نیولي او د ځان سره بیولي دی.


 

 

د آوا په ګزارش سره، پاچاخان مولاداد د هلمند سولې غوښتونکی کاروان غړو څخه نن سهار(دوشنبه، ۱۳ جوزا) ددی کسانو د تښتولو خبر تایید کړی دی.

د هغه په وینا، اقبال خیبر، د هلمند سولې غوښتنې کاروان رهبر، بسم الله وطندوست، ددی کاروان ویاند، غلام سرور غفاری، هلمند کې ددی کاروان مسؤول او فرهاد عادل، ننګرهار ولایت کې ددی کاروان مسؤول د هغه کسانو څخه دی چی طالبانو تښتولی دی.

ښاغلی مولاداد اطلاعات روز ورځپاڼی ته ویلی دی چی طالبان دا کسان تیره شپه د موسی قلعه ولسوالی نوزادرود کلۍ څخه د ځان سره بیولی دی.

د هغه په وینا، طالبان دا کسان ظاهرآ د خبرو اترو لپاره بیولي دی، خو د تیری شپی راهیسی د هغوی څخه هیڅ خبر په لاس کې نشته.

هغه وویل چی ددی کاروان نور غړۍ د نوزادرود کلۍ کې مستقر دی.


د مطلب کود: 186213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186213/طالبانو-د-هلمندی-سولې-کاروان-څلور-کلیدی-غړۍ-وتښتول

آوا
  https://www.avapress.com