کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تادین خان: کندهار عینو مېنې کې چاودنه د زړو مرمیو له امله رامنځته شوي

13 جوزا 1398 ساعت 11:56

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وایي چې تېره شپه عینو مېنې د پولیسو ماموریت کې چاودنه په زړو مرمیو کې د اورلګېدو له امله را منځه شوې ده، هېڅ تلفات نه لري.



کندهار امنیه قوماندان تادین خان زیاتوي چې دی او د دفاع وزیر اسدالله خالد د چادونې پر مهال دغلته نه وو وروسته یې خبر تر لاسه کړی چې د عینو مېنې د پولیسو په ماموریت کې چاودنه شوې ده.
دا په داسي حال کې دی چې بیګاه شپې ناوخت رسنیو داسي راپورونه خپارل کړې چې عینو مېنه کې د شاه ولي خان کرزي کور ته څېرمه موټر بم برید شوی او د دې برید پرمهال د کندها ر امنیه قوماندان تادین خان او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم دغلته وو،
خو وروسته د کندهار امنیتي مسولینو د موټر بم برید راپورنه رد کړل او وې ویل چې چاودنه په زړو مرمېو کې د اورلګیدو له امله رامنځته شوې ده هیڅ ډول تلفات یې نه دي رسولي.
له پیښې وروسته پخپله اسدالله خالد هم یو غږیز پیغام کې وویل: چې (په کندهار کې خیر و خیریت دی).


د مطلب کود: 186217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186217/تادین-خان-کندهار-عینو-مېنې-کې-چاودنه-د-زړو-مرمیو-له-امله-رامنځته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com