دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 186217
تادین خان: کندهار عینو مېنې کې چاودنه د زړو مرمیو له امله رامنځته شوي
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وایي چې تېره شپه عینو مېنې د پولیسو ماموریت کې چاودنه په زړو مرمیو کې د اورلګېدو له امله را منځه شوې ده، هېڅ تلفات نه لري.

کندهار امنیه قوماندان تادین خان زیاتوي چې دی او د دفاع وزیر اسدالله خالد د چادونې پر مهال دغلته نه وو وروسته یې خبر تر لاسه کړی چې د عینو مېنې د پولیسو په ماموریت کې چاودنه شوې ده.
دا په داسي حال کې دی چې بیګاه شپې ناوخت رسنیو داسي راپورونه خپارل کړې چې عینو مېنه کې د شاه ولي خان کرزي کور ته څېرمه موټر بم برید شوی او د دې برید پرمهال د کندها ر امنیه قوماندان تادین خان او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم دغلته وو،
خو وروسته د کندهار امنیتي مسولینو د موټر بم برید راپورنه رد کړل او وې ویل چې چاودنه په زړو مرمېو کې د اورلګیدو له امله رامنځته شوې ده هیڅ ډول تلفات یې نه دي رسولي.
له پیښې وروسته پخپله اسدالله خالد هم یو غږیز پیغام کې وویل: چې (په کندهار کې خیر و خیریت دی).
https://avapress.com/vdca6in6049nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته