بریتانیایي ورځپانه ډیلي ټیلګراف د افغان او غربي چارواکو له قوله لیکي چې، لدې وړاندې ددې خوشبیني وه چې ګواکي د دوحې خبرې به وکولای شي د افغان سولې لپاره لاره هواره کړي او په افغانستان کې به د لسیزو راهیسې خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
د ورځپاڼې په ټکو، په دوحه کې خبرو له وروستي پړاو وروسته د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د مسکو په ناسته کې وویل چې، اسلامي امارت سولې ته ژمن دی، خو د سولې د راتلو لپاره مهمه ده چې لومړی د بهرنیانو لخوا د دې هېواد "اشغال" ختم شي.
سربیره پر دې، طالبانو په خپل اختریز پیغام کې ویلي، څو چې دغه ډله خپلو موخو ته نوي رسېدلې؛ هیڅوک باید له دوی د اوربند تمه ونلري.
د طالبانو د مشر هیبت الله وایي: «هیڅوک دې دا تمه نه راڅخه کوي چې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې به د جهاد ګرم سنګرونه ساړه او څلویښت کلنې قربانۍ هیرې کړو.»
ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو اترو اووم پړاو د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل کړ. خلیلزاد به دې ځل له افغانستان، بلجیم، جرمني، قطر، پاکستان، اومتحده عرب اماراتو څخه لیده کاته وکړي او د افغان سولې پروسې د ملاتړ په پار به د دوی ملاتړ راجلب کړي.