کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه ولایت کې طالبانو بریدونه سخت غبرګون سره مخ او په شاه تمبول شوي

13 جوزا 1398 ساعت 19:45

د فراه ولایت امنیتي مسولین وایي چې د دې ولایت د لاش جوین ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو له لوري شوي ډله ییز بریدونه له سخت غبرګون سره مخ او په شاه تمبول شوي دي.



د فراه ځایي چارواکي زیاتوي، د فراه د لاش جوین ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو له لوري دغه ډلییز  برید یکشنبه د جوزا په ۱۲ د شپې مهال د درېیم ټولي پر پوستو شوی چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.
چارواکي وایي چې په دغو نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو منلې چې په دې نښتو کې ۵ سرحدي پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي، امنیتي مسولین په دې نښتو کې د ۳ طالبانو د وژل کیدو او د لاش جوین ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال په ګدون ۳ تنه نورو د ژوبل کیدو راپورونه هم ورکړي دي.


د مطلب کود: 186253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186253/فراه-ولایت-کې-طالبانو-بریدونه-سخت-غبرګون-سره-مخ-او-په-شاه-تمبول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com