دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 186253
فراه ولایت کې طالبانو بریدونه سخت غبرګون سره مخ او په شاه تمبول شوي
د فراه ولایت امنیتي مسولین وایي چې د دې ولایت د لاش جوین ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو له لوري شوي ډله ییز بریدونه له سخت غبرګون سره مخ او په شاه تمبول شوي دي.

د فراه ځایي چارواکي زیاتوي، د فراه د لاش جوین ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو له لوري دغه ډلییز  برید یکشنبه د جوزا په ۱۲ د شپې مهال د درېیم ټولي پر پوستو شوی چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.
چارواکي وایي چې په دغو نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو منلې چې په دې نښتو کې ۵ سرحدي پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي، امنیتي مسولین په دې نښتو کې د ۳ طالبانو د وژل کیدو او د لاش جوین ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال په ګدون ۳ تنه نورو د ژوبل کیدو راپورونه هم ورکړي دي.
https://avapress.com/vdcamin6e49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته