دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 186254
اداري اصلاحاتو کمېسیون دفتر پر یوه کاسټر ماین چاودنه ۵ تنه وژلي
افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي چې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر د ماین چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

 

د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د یکشنبې په ورځ هم د دې ښار په مېرویس میدان سیمه کې په یوه کاسټر موټر د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی وو او ۱۰ نور ټپیان وو.

همدا راز ویل شوي وو چې په همدې ورځ دوه نورې چاودنې هم د میرویس میدان پر سړک شوي وو.

https://avapress.com/vdcbs0b8arhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته