دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 186287
کندهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو دوو قوماندانانو په ګډون ۸ تنه وسله وال وژل شوي
د کندهار ۲۰۵م اتل قول اردو وايي، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

وسله‌وال د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې د ارزګان د خلج په سېمه کې له منځه وړل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ګېزاب ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال پرون په وژل شویو وسله‌والو کې د ملا کریم الله او ملاخالد په نوم د وسله‌والو دوه مهم قوماندانان هم شامل دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdch6-nzq23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته