کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د طالبانو دوو قوماندانانو په ګډون ۸ تنه وسله وال وژل شوي

14 جوزا 1398 ساعت 16:46

د کندهار ۲۰۵م اتل قول اردو وايي، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۸ وسله‌وال وژل شوي دي.



وسله‌وال د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې د ارزګان د خلج په سېمه کې له منځه وړل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ګېزاب ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال پرون په وژل شویو وسله‌والو کې د ملا کریم الله او ملاخالد په نوم د وسله‌والو دوه مهم قوماندانان هم شامل دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 


د مطلب کود: 186287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186287/کندهار-ولایت-کې-د-ځانګړو-ځواکونو-عملیاتو-طالبانو-دوو-قوماندانانو-په-ګډون-۸-تنه-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com