دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 186301
سیلابونه په سمنګان ولایت کې د دوو تنو ژوند واخیست او ۵۰۰ کورونه خراب کړ
سیلابونه د جوزا ۱۱ نیټی څخه تر تیری شپی پوری سمنګان ولایت کې جریان درلود او د ۲ تنو وژل کیدو او ۵۰۰ کورونو خرابیدو لامل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، صبغت الله سیاس د سمنګان ولایت طبیعی پیښو سره مبارزی رییس د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په خبرو کې وایی چی سیلابونه په دی ولایت کې د جوزا ۱۱ نیټی څخه شروع شوی دی او تر تیری شپی پوری ادامه درلود.
هغه وویل چی په وژل شویو کې یو ۲۰ کلن ښځه او یو نارینه شامل دی.
ښاغلی سیاس ټینګار وکړ چی دا سیلابونه زراعتی ځمکو او باغچو ته هم جدی زیانونه اړولي او په لسګونه هکتار ځمکې تخریب شوی دی.
د هغه په وینا تراوسه ۴۰ کورنیو ته مرسته رسیدلی دی او په دوو درو ورځو کې به نور زیان لیدلي به هم مرستی ترلاسه کړی.
له بل لوری وفی الله شاهرخی، د سمنګان ولایت مدنی ټولنې فعال وایی چی زیان لیدلي سخت مرستو ته اړتیا لری او تراوسه لازم مرستې ورسره صورت نه دی نیولی.
دا په داسی حال کې دی چی سرپل، کندوز، تخار او سمنګان ولایتونو کې اخیر سیلابونه سخت مالی او ځانې زیانونه خلګو ته اړولي دی.
 
https://avapress.com/vdce7p8zzjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته