کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیلابونه په سمنګان ولایت کې د دوو تنو ژوند واخیست او ۵۰۰ کورونه خراب کړ

16 جوزا 1398 ساعت 8:28

سیلابونه د جوزا ۱۱ نیټی څخه تر تیری شپی پوری سمنګان ولایت کې جریان درلود او د ۲ تنو وژل کیدو او ۵۰۰ کورونو خرابیدو لامل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، صبغت الله سیاس د سمنګان ولایت طبیعی پیښو سره مبارزی رییس د آوا خبرګزاری سره په خبرو کې وایی چی سیلابونه په دی ولایت کې د جوزا ۱۱ نیټی څخه شروع شوی دی او تر تیری شپی پوری ادامه درلود.
هغه وویل چی په وژل شویو کې یو ۲۰ کلن ښځه او یو نارینه شامل دی.
ښاغلی سیاس ټینګار وکړ چی دا سیلابونه زراعتی ځمکو او باغچو ته هم جدی زیانونه اړولي او په لسګونه هکتار ځمکې تخریب شوی دی.
د هغه په وینا تراوسه ۴۰ کورنیو ته مرسته رسیدلی دی او په دوو درو ورځو کې به نور زیان لیدلي به هم مرستی ترلاسه کړی.
له بل لوری وفی الله شاهرخی، د سمنګان ولایت مدنی ټولنې فعال وایی چی زیان لیدلي سخت مرستو ته اړتیا لری او تراوسه لازم مرستې ورسره صورت نه دی نیولی.
دا په داسی حال کې دی چی سرپل، کندوز، تخار او سمنګان ولایتونو کې اخیر سیلابونه سخت مالی او ځانې زیانونه خلګو ته اړولي دی.
 


د مطلب کود: 186301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186301/سیلابونه-په-سمنګان-ولایت-کې-د-دوو-تنو-ژوند-واخیست-او-۵۰۰-کورونه-خراب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com