کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسدالله خالد: د دښمن په زندانونو کې به امنیتی او دفاعی ځواکونو یو سرتیري هم پاته نه شی

16 جوزا 1398 ساعت 10:52

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ یو سرتیری به هم د دښمن په زندانونو کې بندي پاتي نشي او ټول به ورڅخه راخوشي کړل شي.



په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د د ښمن له زندانونو څخه د سرتیرو د را خوشي کولو په اړه د دې وزارت د مشرتابه له امر سره سم تېره شپه کومانډو ځوکواکونو د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې د طالبانو یو پټ زندان مومندلی او ټول زندانیان یې ورڅخه را ایستلي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې د کومانډو ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۸۳ زندانیانو د دښمن له بند څخه راخلاص شوي چې ۵۱ امنیتي سرتیري او ملکي وګړي، ۲۰ د طالبانو ترهګرې ډلې غړي، ۴ داعشیان او ۸ خارجي اتباع شامل وو، چې هغوی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
دفاع وزارت وایي چې په دغو عملیاتو کې ۳ طالب ترهګر هم وژل شوي.
 


د مطلب کود: 186310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186310/اسدالله-خالد-د-دښمن-په-زندانونو-کې-امنیتی-او-دفاعی-ځواکونو-یو-سرتیري-هم-پاته-نه-شی

آوا
  https://www.avapress.com