دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 186315
روسیه کې نن نړیواله اقتصادي غونډه پرانیستل شوه
د روسیې په سنټ پټرزبورګ ښار کې نن نړیواله اقتصادي غونده پرانیستل شوه.

په دې غونډه کې د روسیې او چین ولسمشران ګډون کوي، خو امریکایي چارواکي به پکې حضور ونه لري.
دا نړیواله اقتصادي غونډه سږکال په داسې حال کې جوړېږي چې د روسیې په اقتصاد کې د ستونزو نښې نښانې ښکاري.
په دې غونډه کې امریکايي چارواکو برخه وانه خیسته چې علت یې تر ډېره په فبروري میاشت کې په روسیه کې د امریکايي پانګوال مایکل کالوي نیول و.
د سوداګرۍ په برخه کې له روسیې سره د ځینو همکارو مهمو امریکایي شرکتونو رئیسانو هم په دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې.
د سنټ پیټرزبورګ فاروم په روسیه کې د پانګونې لپاره ترټولو لویه ستراتیژیکه غونډه ده چې د نړۍ ډېر پانګوال ځانته جلبوي او تېرکال له ۱۷ زره زیاتو استازو برخه پکې اخیستې وه.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش سبا د جون په اوومه د نورو هېوادونو له مشرانو سره یوځای په دې غونډه کې ګډون وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjvmeviuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته