دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 186319
قاری صلاح الدین د ملی امنیت زندان څخه وتښتید
ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند ادعا کړي چی قاری صلاح الدین ایوبی ددی ډلې نومول شوي والی د فاریاب ولایت لپاره چی د ۲۰۱۵ کال راهیسی د ملی امنیت په زندان کې وو، د زندان څخه تېښته کړي.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ مجاهد ویلی دی چی قاری صلاح الدین اوس د طالبانو کنترول لاندی سیمو کې دی.
صلاح الدین ایوبی په شمال کې د طالبانو یو خطرناکوڅېرو څخه دی چی که د هغه تیښته د زندان څخه حقیقت ولری، د جګړي جبهه په فاریاب کې د دولت په وړاندی یوځل بیا پیاوړۍ کیږی.
یادولو وړ دی چی دولتی ارګانونه تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcdf90fnyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته