کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې ۲۲ تنه طالبانو ته مرګژوبله اوښتي

17 جوزا 1398 ساعت 17:28

د داخله وزارت خاص قطعاتو او خارجی ځواکونو مشترک عملیات په ترڅ کې د محمد اغه ولسوالی آب پروان په سیمه کې ۱۸ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.



 
شاهپور احمدزی، د لوګر پولیسوقوماندی ویاند د آوا سره په مصاحبه کې وایی چی تیره ورځ ( پنجشنبه ۱۷ جوزا) د غرمی وروسته د خاص قطعاتو او خارجی ځواکونو عملیات په ترڅ کې د لوګر محمد اغه ولسوالی آب پران سیمه کې ۱۸ تنه طالب وسله وال وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه په دی عملیات کې ملکی تلفات رد کړي او وایی چی یواځی طالبان په دی عملیات کې زیان لیدلی دی.
له بل لوری هم هما احمدی، لوګر ولایتی شورا غړۍ د آوا سره په مصاحبه کې وایی چی تیره ورځ عملیات کې چی طالبان یو مسجد کې تجمع درلود، ملکی تلفاتو لامل هم شوی دی.
د لوګر ولایتی شورا دا غړۍ د ملکی تلفاتو دقیق جزییات نه ورکوی خو وایی چی کوچنیان هم په وژل شویو کې دی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو ادعا کړي چی تیره ورځ عملیات کې د آب پران په سیمه کې امریکایان لومړۍ یو مسجد بمباران کړي چی ډیر شمیر ملکي وګړي یی شهیدان کړي دی او وروسته د هغي چی نور خلګ د شهیدانو جسدونو لیږد لپاره راټول شول، بیا هم بمباران صورت ونیول چی ډیر شمیر د لومړۍ بمباران څخه نور هم شهید شول.
 


د مطلب کود: 186325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186325/په-لوګر-کې-۲۲-تنه-طالبانو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com