دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 186345
فاریاب کې څلور نجونې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې شوې او یو انسان تښتونکی وژل شوی
کورنیو چارو وزارت وایي، پرون جمعه د غبرګولي په ۱۷مه د پولیسو د عملیاتو پرمهال د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه ۴ نجونې ژغورلې شوې او د یادو عملیاتو په پایله کې د انسان دتښتونکو ډلمشر وژل شوی او ۴ تنه نور انسان تښتونکي نیول شوي دي.

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،” تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د څلورو نجونو د ازادولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي چي د یادو عملیاتو پرمهال یو حرفوي انسان تښتوونکی او ډلمشر یې پر پولیسو تر ډزو وروسته ووژل شو او څلور تنه نور همکاران یې چې د نجونو په تښتونه کې یې لاس درلود، نیول شوي دي”.
خبر پاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په پایله کې څلور تښتول شوې نجونې هم ازاد شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0eqsp2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته