کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې څلور نجونې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې شوې او یو انسان تښتونکی وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 جوزا 1398 ساعت 12:11

کورنیو چارو وزارت وایي، پرون جمعه د غبرګولي په ۱۷مه د پولیسو د عملیاتو پرمهال د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه ۴ نجونې ژغورلې شوې او د یادو عملیاتو په پایله کې د انسان دتښتونکو ډلمشر وژل شوی او ۴ تنه نور انسان تښتونکي نیول شوي دي.



په دې اړه د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،” تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د څلورو نجونو د ازادولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي چي د یادو عملیاتو پرمهال یو حرفوي انسان تښتوونکی او ډلمشر یې پر پولیسو تر ډزو وروسته ووژل شو او څلور تنه نور همکاران یې چې د نجونو په تښتونه کې یې لاس درلود، نیول شوي دي”.
خبر پاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په پایله کې څلور تښتول شوې نجونې هم ازاد شوې دي.
 


د مطلب کود: 186345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186345/فاریاب-کې-څلور-نجونې-د-انسان-تښتوونکو-له-منګولو-ژغورلې-شوې-او-یو-تښتونکی-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com