دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 186348
په لوګر ولایت کې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله او ښتې
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي، د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۱۷)  د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په آبپران کلي کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړل، چې په کې ۱۸ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د لوګر د امنیه قومنداني ویاند څارمن شاهپور احمدزي آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې د عملیاتو پرمهال د طالبانو درې میله کلاشینکوفه، ۱۷ شاجوره، پرتلې، ۴۴۰ ډزه ګولۍ، یو شمېر اسناد، نظامي دریشۍ او یو شمېر نور جګړه ییز توکي د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
سلوالو طالبانو تر اوسه د یاد برید په تړاو څه ندي ویلي
 
https://avapress.com/vdcfjvdycw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته