کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې د څو هوایي بریدونو پر مهال ۱۶ طالب وسله وال وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 جوزا 1398 ساعت 15:50

نظامي چارواکي وایي، د ارزګان ولایت په ترین کوټ ولسوالۍ کې یې د دریو هوایي حملو پر مهال ۱۶ طالب وسله وال وژلي دي.



خامه پریس خبري اژانس ته د را استول شوې خبر پاڼې له مخې افغان ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په یاده ولسوالۍ ترین کوټ کې ۳۰ پونډه مخده توکي له منځه وړي او په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.
ارزګان د افغانستان په جنوب لویدیځ کې پروت ولایت دی چې د دولت د وسله والو مخالفینو د نقوذ امله د جګړو او نا امنیو راپورونو ور څخه ورکول کیږي.
 


د مطلب کود: 186356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186356/ارزګان-کې-د-څو-هوایي-بریدونو-پر-مهال-۱۶-طالب-وسله-وال-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com