دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 186364
د کرنې وزارت ویاند: ۴۴ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله تر ډېره کلیوالې سېمې اغېزمنې دي.
د افغانستان ۴۴ سلنه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله تر ډېره کلیوالې سېمې اغېزمنې دي.
ده وویل:
"که په ملي کچه ارزونه وکړو، په لومړي قدم کې کلیوالې سېمې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، دوهمه کټګورۍ کې ښاریان او په درېیمه کې کوچیان شامل دي."
تېره ورځ د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ وه او د افغانستان د کرنې وزارت هم وایي چي دا اوونۍ په دې برخه کې یو لړ پروګرامونه لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd990foyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته