دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 186365
د کانونو او پټرولیم وزارت په دبۍ کې ۴۳ پروژۍ داوطلبۍ ته سپاري
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په دبۍ کې ۴۳ پروژۍ داوطلبۍ ته سپاري.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پروژو کې ۷ ستر قراردادونه دي چې په هغه کې بېلابېلې برخې شاملې دي.
دی وایي:
"په دې کې مرمر، سمنټ، تالک شامل دي، مونږ دا پروژې داوطلبۍ ته سپارو، دا پروژې په میدان وردګ، پروان، هرات او کاپیسا کې دي."
نوموړي وویل، دوی به بهرني پانګوال وهڅوي، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepp8znjh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته