دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 186372
د ولسي جرګې د ریاست لانجې د حکومت څارنې چارې ټکنۍ کړي
په ولسي جرګه کې د ریاست پر سر د شاوخوا یوې میاشتې لانجې له کبله د قانون جوړونې او د حکومت له چارو د څارنې چارې ټکنۍ شوې دي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره له لانجمنو ټاکنو شاوخوا یوه میاشت تیریږي او څو کمیتې د دغې لانجې پر غوڅولو ندي بریالۍ شوې.
د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ویلي؛ د ریاست ستونزه حل ده او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره رييس دنده نه پیلوي.  
د ولسي جرګې غړی خان آغا رضايي  وايي، که څه هم د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې د  ۲۷ کسیزې کمیتې لخوا پای ته رسیدلې اعلام شوي او د کورنیو دندو د اصولو له مخې د رایو پنځوس جمع یو هم پوره شوي؛ خو د هېوادنیو ګټو د خوندیتوب لپاره دا مسئله بیا رایو ته وړاندې شوې ده.
د جرګې یو شمېر نورغړي بیا وايي، چې هر څومره زر را ولاړه شوې لانجه باید پای ومومي.
د و لسي جرګې غړی میرویس یاسیني وايي، چې د جرګې ستونزې دغه کور او ملت له ننګونې سره مخ کړی او باید حل شي؛ آرشیف ته دې وکتل شي، چې څومره رایې کارول شوي او دا ستونزه قانوني حل لري.
د ولسي جرګې غړی واقف حکیمي په جرګه کې روان حالت د اندېښنې وړ ګني او زیاتوي، چې روان وضعیت د حکومت له کارونو د څارنې چارې ټکنۍ کړې دي.  
اټکل داسې و، چې د اختر له رخصتیو وروسته به د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ را ولاړه شوې ستونزه حل شي؛ خو اوس هم کړکیچ روان دی.
بیا هم په ولسي جرګه کې مشخصه اجندا نه وه او نصاب هم نیمګړی و، چې له کبله یې د جرګې حاضرو غړي په خپلو کې پر بې پایلو خبرو ورځ تېروي. ولیدل شي، چې ولسي جرګه به کله روانه لانجه حلوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmeqsi2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته