دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 186388
افغانستان خپله دريمه لوبه نيوزيلنډ ته بايېلوده
د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نيوزيلنډۍ لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۲م اور کې په ۱۷۲ منډو وسوځېده. حشمت الله شهیدي تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړې. نیوزیلنډ لوبډله د دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۳۲ اعشاریه یو اوور کې دغه هدف ته ورسېده.
افغانستان لومړی ښه پیل وکړ، خو وروسته یې ژر ژر لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۱ اورونو کې نیوزیلنډ ته ۱۷۳ منډې هدف وټاکه.
د نیوزیلنډ لوبې ټاکلی هدف په ۳۲ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې توګه یې له افغانستانه پرونۍ لوبه وګټله.
ياده دې وي چې افغانستان به خپله څلورمه لوبه د سويلي افريقا سره د جون په ۱۵ مه نېټه په کارډف کې ترسره کوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjomevouqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته