پکتیا کې د وسله والو طالبانو له لوري ویشتل شوی هاوان مرمۍ په چاودنه کې پینځه ماشومان ټپیان شوي.
پکتیا د طالبانو په توغول شوې هاوان مرمۍ کې ماشومان ژوبل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جوزا 1398 ساعت 11:30
پکتیا کې د وسله والو طالبانو له لوري ویشتل شوی هاوان مرمۍ په چاودنه کې پینځه ماشومان ټپیان شوي.
د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم وویل، پرون مازیګر نا وخته د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ اړوند ادرم خېلو سیمه کې د محلي پولیسو پر پوسته وسله والو برید کړی چې د وسله والو له لوري ویشتل شوی هاوان د امنیتي ځواکونو د پوستې خواته د ملکي خلکو پر کور لګېدلی چې پینځه ماشومان پکې ټپیان شوي.
له سیمې یوې سرچینې یک تلویزون ته وویل چې، هاوان د وسله والو طالبانو له لوري ویشتل شوی او د ملکي خلکو پر کور لګیدلی چې یوې انجلۍ په ګډون پینځه ماشومان پکې ټپیان شوي.
وسله تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي
د مطلب کود: 186399