دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 186409
ناټو له افغان ځواکونو سره هرکال ۵ میلیارد ډالر مرسته کوي
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې ناټو تر ۲۰۲۴ کاله پورې هرکال له افغان ځواکونو سره د ۵ میلیارډ ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د یکشنبې په ورځ (غبرګولي ۱۹) امریکا غږ ته وویل، ناټو له دې مخکې هم له افغان ځواکونو سره هرکال له ۲.۵ څخه تر ۵ میلیارډ ډالرو پورې مرسته کوله او دا لړۍ به تر راتلونکو نورو پنځو کلونو پورې دوام وکړي.
هغه زیاته کړه: "دا په مختلفو برخو کې لګېږي، یوه برخه یې د امنیتي ځواکونو معاشونو ته ځانګړې شوې ده او بله برخه یې مهمات او تجهیزاتو باندې لګول کیږي".
دا پرېکړه د ناټو غړو هیوادونو تیره اونۍ په بروکسل کې کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند دغه راز وویل، افغان دولت د ناټو له چارواکو سره ژمنه کړې چې د امکان په صورت کې به د افغان نظامیانو د مصارفو کچه راټیټه کړي او د افغانستان حکومت به هم د دغو ځواکونو په تمویلولو کې ونډه واخلي.
ښاغلي مسجدي وویل:"زموږ دا ونډه باید له یو کال څخه بل کال ته زیاته شي، تر هغه وخته چې د ناټو ژمنې له موږ سره شته، موږ یو داسې پړاو ته ورسیږو چې خپل ځواکونه په‌خپله تمویل کړو".
د ناټو چارواکو ویلي، چې له افغان ځواکونو سره د دغه سازمان مالي مرستې، په افغانستان کې د سولې له ټينګېدو سره مرسته کولی شي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdz90fnyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته