کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د (۸) ماشومانو په ګډون (۱۰) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جوزا 1398 ساعت 16:35

د غزني ولایت د واغظ او خواجه عمري ولسوالیو په اړوندو کې د هاوان د یوي سرګلولي او د طالبانو لخوا د سړک غاړي د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د اتو(۸) ماشومانو په ګډون لس(۱۰) تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.


لومړۍ پیښه نن له غرمي مخکي د واغظ ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د هاوان د یوي سرګلولي د چاودني له کبله رامنځته شوي چې پکي یو(۱) ماشوم شهید او اوه(۷) تنه ټپیان شوي دي.
دغه راز نن غرمه شاوخوا (۱۲:۰۰) بجي د خواجه عمري ولسوالۍ اړوند کلای نو ته څیرمه د طالبانو لخوا د سړک غاړي ځای پر ځای شوي ماین د ملکي کسانو پر یوه موټر چاودنه کړي چې په ترڅ کې یې دوه(۲) ملکي کسان ټپیان شوي دي
 


د مطلب کود: 186421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186421/غزني-کې-د-۸-ماشومانو-په-ګډون-۱۰-ملکي-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com