دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 186425
محب: د پاکستان اندېښنې مطرح نکړو او هغې ته ځواب ونه وایوو، هېڅ امکان نلري چې دلته سوله راشي
د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وايي افغان ځواکونه به له څلورو میاشتو په کمه موده کې د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو ملا ماته کړي.
ښاغلي محب له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاتوي تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې طالبان وځپل شي.
 د ملي امنیت سلاکار زیاتوي:«د جګړې بندون مات شوی دی، که موږ څلور میاشتې دې حالت ته دوام ورکړو، بندون څه چې د طالبانو ملا به ماته شي.»
دی څرګندوي چې پاکستان د طالبانو ملاتړی دی، تر هغې چې د پاکستان اندېښنو ته ځواب ونه ویل شي، افغانستان کې د سولې راتګ ناشونی دی.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وايي طالبان د پاکستان له مرستې پرته افغانستان کې د یوې ورځې جګړې توان نلري، لکه څنګه چې د سولې خبرو اترو په تړاو د سفر لپاره د الوتکې د ټکټ پېسې نلري.
 
د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وايي:«ترڅو چې د طالبانو له تمویل کوونکو سره خبرې ونکړو، افغانستان کې جګړه بایته نه رسیږي. موږ باید وکولی شو چې له پاکستان سره په مستقیم ډول خبرې وکړو، تر څو چې موږ د پاکستان اندېښنې مطرح نکړو او هغې ته ځواب ونه وایوو، هېڅ امکان نلري چې دلته سوله راشي.»
خو دا افغان چارواکی د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د مثبتې کړنلارې خبرې کوي.
 دا افغان چارواکی همداراز څرګندوي چې د سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي په تړاو له نیوکې چې سخت غبرګونونه یې درلودل، پېښمانه نه دی.
ښاغلی محب د سولې په تړاو د ښاغلي خلیلزاد هڅې ناکامې بولي او زیاتوي په دې تړاو یې په واشنګټن کې د خلیلزاد په تړاو راپارونکې نیوکې کړې وې، پېښیمانه نه دی.
دی وايي، امریکایانو ترې غوښتنه وکړه چې بخښنه وغواړي او خپلې خبرې بېرته واخلي، خو دی یې غوښتنو ته تسلیم نشو او ولسمشر  غني هم اړینه ونه بلله چي دی استعفا ورکړي.
د ملي امنیت سلاکار همداراز څرګندوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د افغان ځواکونو پر روحیې بده اغیزته کړې ده.
 د هېواد د ملي امنیت سلاکار زیاتوي:«زه د افغانستان د خلکو پر وړاندې مسوولیت لرم، زه د خپل هېواد د ملي امنیت سلاکار یم، ملي ګټې موږ ته له هرڅه پورته دي، د سولې بهیر یو مغلق بهیر دی. دا یوه تندي وه، شاید نوري تندۍ هم ووینو.»
د قانون خلاف او مخکې له وخته د ټاکنیزو ناندرو د مخنیوي موضوع له طلوع نیوز سره د محب د خبرو اترو بله برخه وه.
‎حمدالله محب وړاندې وايي:«ټول نوماندان دې له ولسمشر او اجراییه رییس سره کیني او پر طرحې چې کمپاین ونه شمېرل شي په دې څلورو میاشتو کې کار وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b8srhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته