خوښ ديک ۰

ملي امنیت کابل کې د داعش ډلې د ۶غړو خبر ورکړ

ملي امنیت په کابل کې داعش ډلې د یوې شپږ کسیزې ډلې له نیول کېدو خبر ورکړ.
ملي امنیت کابل کې د داعش ډلې د ۶غړو خبر ورکړ

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې نن(یک‎شنبې د غبرګولي په ۱۹مه) راغلي چې یاده ډله د ځانګړو ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي نیول شویو کسانو پر بیلابیلو ترهګریزو کړنو بوخت وو.
له نیول شویو کسانو سره د افغان ځواکونو لاسته یو شمېر وسلې هم ورغلي دي.

دغې شپږ کسیزې ډلې هر یو محمد عابد د معلم شېر، سبحان احمد د خان جان، حمدالله د غلام حیدر، محمد یونس د محمد ګل، محمد یونس د حاجي ببرک او عبدالرشید د عبدالعزیز زامنو د کابل د ښاري مسوول دین محمد( نوید) په مشرې د دغه ښار په بېلابېلوسیمو کې پټې هڅې تر سره کولې.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود: 186427 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *