د یاد ریاست په خبرپاڼه کې نن(یکشنبې د غبرګولي په ۱۹مه) راغلي چې یاده ډله د ځانګړو ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي نیول شویو کسانو پر بیلابیلو ترهګریزو کړنو بوخت وو.
له نیول شویو کسانو سره د افغان ځواکونو لاسته یو شمېر وسلې هم ورغلي دي.
دغې شپږ کسیزې ډلې هر یو محمد عابد د معلم شېر، سبحان احمد د خان جان، حمدالله د غلام حیدر، محمد یونس د محمد ګل، محمد یونس د حاجي ببرک او عبدالرشید د عبدالعزیز زامنو د کابل د ښاري مسوول دین محمد( نوید) په مشرې د دغه ښار په بېلابېلوسیمو کې پټې هڅې تر سره کولې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)