دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 186432
د دولت ضد عناصرو له خوا ملکي وګړي په قصدي ډول په نښه شوي
” زه د ملکي وګړو پر وړاندې دغه قصدي بریدونه غندم چې د ویرې د خپرولو د ناوړه ارادې ښکارندویي کوي؛ دغه بریدونه د عاملینو مشروعیت له منځه وړي او د افغانستان د خلکو د استازیتوب له هر ډول ادعا څخه یې محروموي.
په افغانستان کې د یوه آرام چاپیریال په وړاندې د روانو شخړو د شدت په اړه ملګري ملتونه په لوړ شمېر کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه اندیښمن دي او د جګړې ټول ښکیل اړخونه هڅوي چې خپلو مسوولیتونو ته په پام سره له زیان څخه د ملکي وګړو د ساتنې په تړاو ژمنې پوره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت (یوناما) موندلې، چې حکومت مخالفو عناصرو په قصدي او پوهیدلي ډول د روژې په ټوله مبارکه میاشت کې ملکیان په نښه کړیدي. دغه بریدونه چې د حکومت مخالفو عناصرو له خوا تر سره کیږي ترډیره پکې له چاودیدونکو توکو کار اخیستل شوی چې یوازې یې په کابل کې څه باندې ۱۰۰ تنو ملکیانو ته تلفات اړولي دي.
یوناما د حکومت مخالف عناصر هڅوي، چې په افغانستان کې پرملکي خلکو بریدونه ودروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو وايي: ”د نړیوالو قوانینو پراساس د جګړې ټول ښکیل اړخونه د ملکي وګړو په وړاندې له قصدي بریدونو منع کوي او دغه ډول کړنې دجنګي جرمونو په تعریف کې شاملوي او کیدی شي د بشر ضد جرمونو په ډله کې وګڼل شي.“ هغه وايي: ” دجګړې هیڅ غاړه پر ملکیانو برید نشې توجیه کولی او ملکیان باید په هیڅ ډول په نښه نشي. “

د یوناما موندنې ښيي چې د روژې میاشتې په اوږدو کې د دولت ضد عناصرو له خوا ملکي وګړي په قصدي ډول په نښه شوي چې، د مې د میاشتې په اتمه نیټه د یوې نادولتي موسسې په کارکوونکو برید؛ د مې د میاشتې په ۲۴مه نیټه په جومات کې د یوه دیني عالم وژنه؛ د مې د میاشتې په ۲۷ مه او د جون په دریمه د دولتي مامورینو په نښه کول؛ او د جون په دویمه نیټه پر شیعه زده کوونکو برید پکې شامل دي.

” زه د ملکي وګړو پر وړاندې دغه قصدي بریدونه غندم چې د ویرې د خپرولو د ناوړه ارادې ښکارندویي کوي؛ دغه بریدونه د عاملینو مشروعیت له منځه وړي او د افغانستان د خلکو د استازیتوب له هر ډول ادعا څخه یې محروموي.

“یاماموتو وویل:” دا خورا مهمه ده چې ټول اړخونه د نړیوالو قوانینو له مخې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلو مسؤلیتونو ته درناوی وکړي. “

ملګري ملتونه په ډاګه کوي، هغه بریدونه چې په قصدي ډول پکې ملکي وګړي په نښه کیږي، د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، او د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې ته ژمن پاتې کیږي چې روانه جګړه پای ته ورسوي.

له هغه راهیسې چې د امنیت په شورا کې د ملکي وګړو خوندیتوب موضوع یوه قوي اجنډا وګرځیدله، شل کاله تیریږي. د مې د میاشتې په ۲۳مه نیټه، د جنیوا د کنوانسیون د اویایمې کلیزې په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش امنیت شورا ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې د وسله والو شخړو او بشر دوستانه قوانینو ته د نه پاملرنې له امله خلک لا اوس هم ډیر کړاوونه ګالي. نوموړي ګواښ وکړ چې د نړۍ په کچه ملکي وګړي په دوامداره توګه د تلفاتو ډیری برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو سر منشي امنیت شورا ته وویل: ” د خوندیتوب اوسني بد حالت ته په کتو سره، که چیرې موږ هریو په جګړه کې د بشريت د ساتنې لپاره ټاکل شوي قوانین او کړنلارې عملي او ښه پام ورته وکړو نو د حالاتو د ښه والي لپاره د پام وړ زمینه برابره ده. “

یوناما به د امنیت شورا لخوا د ورکړل شوي ماموریت له مخې، د جګړې د ښکیلو اړخونو له خوا په بې پرې ډول ملکیانو ته د وراوښتي زیان څیړنې او ثبتونې ته دوام ورکړي او پرملکیانو د جګړې د اغیزو د محدودولو او د شفافیت یا حساب ورکولو د پرمختیا لپاره به د خپل د کار د یوې برخې په توګه خپلې موندنې خپروي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtmev8uqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته