د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تیره ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
ډاکټر خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو او راتلونکو پلانونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جوزا 1398 ساعت 9:24
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تیره ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ډاکټر خلیلزاد جمهوررئیس ته د افغان سولې د هڅو په خاطر پاکستان او اروپا ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز یې د خپلو راتلونکو پلانونو جزئیات هم ورسره شریک کړل.
د جمهوررئیس غني او ډاکټر خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني ډیالوګ پر پيل متمرکز و او دواړو لوریو په دې برخه کې د جرمني هیواد په رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین الافغاني ډیالوګ د لومړنی دور پیلولو هیله څرګنده کړه.
د مطلب کود: 186443