کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد لویدیځې حوزې اوسېدونکي د نا امنیو په تړاو اندېښنه لري

آریانا نیوز , 20 جوزا 1398 ساعت 12:14

د هېواد د لویدیځو ولایتونو اوسېدونکې د نا امنیو او همداراز د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه لری.



کابو لس ورځې کیږي چې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده او د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون یې تر ډېره دولتۍ ودانیو ته اور ورته کړ.
یاده ولسوالي لا هم د طالبانو په لاس کې ده.
د بادغیس ولایتي شورا غړی، محمدفرید اخي‎زی وايي:«ولسوالۍ نسکوره شوې ده، او افغان ځواکونه تقریبآ په محاصره کې ده، باید مرکزي او سیمه ییز حکومت ځانګړی پام وکړي.»
همداراز د بادغیس ولایت اوسېدونکی، محمد اسماعیل پیکار زیاتوي:«د بالامرغاب ولسوالۍ ډېرې سیمې لا هم د طالبانو په لاس کې دي، که دا حالات داسې دوام وکړي، نو حالت ښایې خطرناکه شي.»
په همدې حال کې د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ د امنیتي حالت په تړاو هم اندېښنې شته. چېرته چې په دې وروستیو ورځو کې کابو شل تنه سیمه ییزو پاڅون کوونکو او د سلما بند ساتنې د امنیتي قطعې قومندان، فواد اندرابي ووژل شو.
په ولسي جرګه کې د غور ولایت استازی، عبدالظاهر تمیم څرګندوي:«وژنه، بې کوره کېدل او ټپي کېدل لامل شول چې نورو سیمو کې هم نور خلک په اولاد خیرالله او ده قاضي کې نور خلک هم کډه کولو ته اړ شول او لا هم ځي.»
همداراز فراه ولایت کې هم امنیتي چارواکي وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې کابو شل طالب وسله‎وال وژل شوي او کابو لسو افغان سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هېواد په لویدیځه حوزه کې امنیتي چارواکي وايي چې د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولې ده او اوس مهال حالات کنټرول شوي دي.
 د۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان، جنرال نورالله قادري وايي:«د بالامرغاب ولسوالۍ اوس مهال تر کنټرول لاندې ده او په کافي اندازه تجهیزات لري، او غور کې هم دښمن غوښتل ناامني رامنځته کړي په ځانګړې توګه غوښتل یې دولتیار ولسوالۍ نا امنه کړي، چې اوس حالات ښه دي.»
د هېواد په لویدیځ کې امنیتي چارواکي وايي چې طالبان هڅه کوي تر څو په دې حوزه کې یو شمېر ولسوالۍ ونیسي، خو ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه به د ځمکنیو او هوايي پوځي عملیاتو سره د طالبانو مخه ونیسي.
 


د مطلب کود: 186457

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186457/د-هېواد-لویدیځې-حوزې-اوسېدونکي-نا-امنیو-په-تړاو-اندېښنه-لري

آوا
  https://www.avapress.com