د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ د یوه جومات ملا امام د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي او یو ټپي دی.
په فراه کې یو ملا امام د خپلې کورنۍ پر ۱۱ غړيو ډزې کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جوزا 1398 ساعت 14:37
د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ د یوه جومات ملا امام د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي او یو ټپي دی.
د فراه ولایت د پولیسو قومندان محي الدین خیرخوا ویلي، چې دغه ملاامام په غصه کې د خپلو زامنو او میرمنې په ګډون د کورنې پر ۱۱ غړیو ډزې کړي، چې لس یې وژل شوي او یوه ماشومه لور یې ټپي ده.
هغه زیاته کړې، چې د ملا امام د نیولو هڅې روانې دي.
د سیمې استوګن وایي، چې د کورنۍ وژونکی ملاامام وسلوالو طالبانو نیولی او له ځان سره یې وړی دی.
د مطلب کود: 186469