د فراه ولایت د پولیسو قومندان محي الدین خیرخوا ویلي، چې دغه ملاامام په غصه کې د خپلو زامنو او میرمنې په ګډون د کورنې پر ۱۱ غړیو ډزې کړي، چې لس یې وژل شوي او یوه ماشومه لور یې ټپي ده.
هغه زیاته کړې، چې د ملا امام د نیولو هڅې روانې دي.
د سیمې استوګن وایي، چې د کورنۍ وژونکی ملاامام وسلوالو طالبانو نیولی او له ځان سره یې وړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)