کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وکیلان: د ولسي جرګې د مشر پر سر کړکېچ کې حکومت د مداخلي حق نه‌لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جوزا 1398 ساعت 14:45

له نږدې يوې میاشتې تېرېدو وروسته لا هم د افغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر راپورته شوې ناندرۍ پای ته نه‌دي رسېدلي.



خو اوس چې د ياد کړکېچ د هواري لپاره د حکومت او سترې محکمې د مداخلې خبرې کېږي، د دغې جرګې يو شمېر غړي وايي چې د جرګې د داخلي اصولو له مخې حکومت د دوی په چارو کې د هېڅ ډول مداخلي حق نه‌لري.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي غلام حسین ناصري وايي:"د ولسي جرګې د داخلي اصولو له مخې حکومت په‌دې برخه کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه‌لري، نه ولسمشرۍ ماڼۍ، نه ستره محکمه او نه هم د حکومت اجرائیه ریاست، دغه ستونزه باید د ولسي جرګې د اصولو له مخې همدلته د دغې جرګې د وکیلانو له‌خوا هواره شي."
دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګه د ډېرو لانجو او ناندریو له امله دوه میاشتې په ځنډ سره د غويي میاشتې په شپږمه نېټه پرانېستل شوه.
خو د ولسي جرګې په پرانېستل کېدو سره په‌دغه جرګه کې د مشر د ټاکلو پر سر د وکیلانو ترمنځ يو نوی کړکېچ پيل شو او د زیاترو په باور قومي او سمتي بڼه یې خپله کړه.
په ولسي جرګه کې د دغې راپورته شوې کشالې د هواري لپاره له نږدې يوې میاشتې راهیسې هڅې روانې دي، خو لاهم دغه ستونزه نه‌ده هواره شوې.
دغې موضوع د ګڼو نورو بنسټونو ترڅنګ د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اندېښنې هم راپارولي او دغه بنسټ د افغانستان په ولسي جرګه کې روان وضعیت ناهیلی کوونکی بولي.
فیفا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په‌دې اړه يوه خبري ناسته رابللې وه او خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې له رسنیو سره شریک کړل
 


د مطلب کود: 186472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186472/وکیلان-د-ولسي-جرګې-مشر-پر-سر-کړکېچ-کې-حکومت-مداخلي-حق-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com