د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د یاد پله د بنسټ ډبري د ایښودلو پر مهال وویل، چې په رغیدو سره به یې د غزني ښار اړوند د دریم پلان څلویښت متره سړک د ثقافت له سړک سره وصل او پر مټ به یې ولسونه وکولای شي د کمي فاصلي په تیرولو سره له ښار څخه ښار ته څیرمه جنوبي سیمو او کلیو ته تګ راتګ وکړي. د هغه په وینا یاد پل (۷۵) متره اوږدوالی او (۱۲) متره سور لري چې له ټولو ملحقاتو سره به یې په پاخه او اساسي توګه ورغول شي چې پر رغولو یې اتلس ملیونه، اته سوه نهه زره(۱۸،۸۰۹،۰۰۰) افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پراختیایې بودجي څخه رغول کیږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)