دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 186486
ننګرهار ولایت کې ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي
نظامي چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه د پیل شوو عملیاتو پر مهال۴۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د وسله والو طالبانو د ځپلو او په سیمه کې د هغوی د تحرکاتو د ختمولو په موخه په لاره اچولي وو چې پرمهال دښمن ته درانه تلفات ور اوښتې دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د یادو عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو د وسلو یو لوی زیرمتون هم لمنځه وړل شوی دی.
https://avapress.com/vdcivqazqt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته