کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني چارواکو پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نیولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جوزا 1398 ساعت 17:41

پاکستاني چارواکو د دې هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د اداري فساد په تور نیولی دی.



په پاکستان د احتساب د ملي ادارې یوې ډلې د دوشنبې په ورځ زرداري له هغې وروسته په خپل کور کې ونیوه چې محکمې د پیسو د وینځلو په یوه قضیه کې د نوموړي د ضمانت غوښتنه رد کړه.
د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان د پیپلز ګوند د دې مخکښ مشر زرداري او د ده د خور فریال تالپور د ضمانت غوښتنه رد کړه.
راپورونه وايي، د تالپور د نیولو امر تر اوسه پورې نه دی شوی.
د پاکستان د احتساب ملي ادارې زرداري او خور یې تالپور تورن کړي چې یوسلو پنځوس میليونه پاکستانۍ روپۍ یې د جعلي اکاونټونو له لارې خپل خصوصي شرکت ته لېږدولې دي.
زرداري او خور یې پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د احتساب ادارې له هغې راوروسته چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شوی، څو نور سیاستوال هم د درغلیو په تور نیولي دي.
د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد پخوانی صدراعظم نوازشریف هم د مالي درغلیو په تور له واکه لېرې کړ.
اصف علي زرداري چې د پاکستان د وژل شوې پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو خاوند و، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د پاکستان ولسمشر شو او تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې د دې هېواد ولسمشر پاتې شو
 


د مطلب کود: 186491

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186491/پاکستاني-چارواکو-پخوانی-ولسمشر-اصف-علي-زرداري-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com