دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 186495
د نوماندانو شورا غړیو، ولسمشر غني ته خپل وروستی ګواښ څرګند کړ
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د غړیو وروستۍ ناستې د راتلوونکې اوونۍ په لومړیو کې د پراخو اعتراضونو پرېکړه کړې ده.

داسې ښکاري، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او نوماندانو خپلې ستونزې ندي حل کړي.
د کاندیدانو شورا خبرداری ورکوي؛ په لومړني اقدام کې به د کابل نړیوال هوایي ډګر سړک بند کړي. دوی له ولسمشر غني غواړي، چې په روانه اوونۍ کې له نوماندانو سره خبرو ته حاضر شي او یا هم واک پریږدي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وایي؛ تر وروستي حده یې له ارګ سره نرمښت کړی او حتا له واکه د غني د لیرې کیدو مساله  یې هم غوښتې، چې د خبرو له لارې حل شي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ  وایي، چې که ارګ مو غوښتنو ته پاملرنه ونکړي؛ مونږ به د پلازمېنې په ګډون په ټولو ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړو او ځواب ورکوونکی به بیا ښاغلی غني وي. د خبرو لپاره ډېر فرصتونه ول؛ خو ولسمشر اشرف غني له لاسه ورکړل.           
د خلکو د را ټولیدو وېره او پر امنیتي شرایطو یې ناوړه اغېز او امنیتي عواقب یې د اندېښنې وړ مسایل دي؛ خو داسې ښکاري، چې د نوماندانو شورا پروګرام هم سنجول شوی او په څو ورځو کې خپل اعتراضونه پیلوي.
د احمد ولي مسعود د تاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې د نوماندانو شورا هر حرکت به د افغانستان د ثبات لپاره تر سره کیږي؛ خو مونږ ژمن یو، چې د ارګ ناقانونه کړنې به د د هېواد سیاسي ثبات زیانمن کړي.             
پوښتنه د ملت برخلیک دی او د ولسمشر او نوماندانو تر منځ د زرګري جګړې پای او اوس څه باید وشي؟
په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق مجروح په دې اړه وایي؛ د افغانستان په روان امنیتي او اقتصادي وضعیت کې لاریونونه او اعتراضونه د افغانستان په ګټه ندي او نه هم د ولسمشر ټینګار د هېواد په ګټه دی.
ستونزه د اساسي قانون د ۶۱ مادې د تفسیر له اړخه ده؛ د سترې محکمې لخوا د دې مادې په تفسیر کې ویل شوي، چې ولسمشر کولی شي تر ټاکنو په واک کې پاتې وي. همدې پرېکړې دې ته لار اواره کړه، چې ولسمشر د خپل واک دوام قانوني وبولي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3qazwt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته